د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د برخې مشر په تازه څرګندونو کې ویلي چې په ننګرهار کې په وروستیو کې پر واکسیناتورانو څو پرله پسې بریدونه شوي دي او دوی ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د برخې مشر وایي چې په بغلان کې هم پر ماین پاکوونکو بریدونه وشول چې دا بشر ضد جنایت دی او باید پر وړاندې یې اقدام وشي.
ملګرو ملتونو د بشري مرستو پر رسوونکو بریدونه په کلکو ټکو غندلي او په خبره یې د جګړې ښکېلو لورو ته په کار ده چې له ورته بشر ضد او انسان ضد کړنو لاس په سر شي او افغان حکومت دې هم د ورته پېښو عاملین د قانون منګولو ته وسپاري.