Home » افغانستان » ملګري ملتونه:په افغانستان کې دې ژر تر ژره د بشري مرستو لپاره لارې پرانیستل شي
رویداد خبري آژانس

ملګري ملتونه:په افغانستان کې دې ژر تر ژره د بشري مرستو لپاره لارې پرانیستل شي

ملګري ملتونه وایي په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره دې ژر تر ژره لارې پرانیستل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان او یونیسف ادارې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې مرستندویه توکو ته اړتیا ډېره شوې، خو دوی ته د ځواب ویلو فرصتونه په کمېدو دي.

دغه سازمان زیاته کړې چې ژر تر ژره دې افغانستان ته د خوړو او روغتیايي توکو د رسولو لپاره لارې پرانیستل شي او یا دې هوایي دهلیزونه رامنځ ته شي.

ملګري ملتونه نیوکه کوي چې دمګړی په کابل هوایي ډګر کې له امریکايي الوتکو پرته نورو الوتکو ته د کېناستلو اجازه نه ورکول کېږي او دا مسئله د جدي اندېښنې وړ ده.

ملګرو ملتونو یو ځل بیا ټینګار کړی چې دوی به له ستونزو سره سره په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...