Home » سیمه او نړی » ملګري ملتونه په فلسطین کې د روانې حګړې د درېدو په اړه بېړنۍ غونډه کوي
رویداد خبري آژانس

ملګري ملتونه په فلسطین کې د روانې حګړې د درېدو په اړه بېړنۍ غونډه کوي

ټاکل شوې ده چې نن سې شنبه ( د غویي ۲۷مه نېټه ) د ملګرو ملتونو امنیت شورا د اسراییل او فلسطینانو ترمنځ د روانې جګړې د درېدو پرلارو چارو بېړنۍ غونډه وکړي.

په څه باندې یوه اوونۍ کې د دې جګړې له کبله تر دوه سوه ډېر کسان وژل شوي دي.

د دې سربېره چې د دې جګړې د درېدو غږ له هر لوري په لوړیدو دی، د اسراییل صدراعظم بنیامین نتانیاهو پرون ناوخته وویل چې ځواکونه به یې په غزه کې د ترهګرو ځایونه تر هغو په نښه کوي چې د اسراییل ټول اتباع خوندي شي.

د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلې دي چې ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ورځ له صدراعظم نتانیاهو څخه د اوربند غوښتنه وکړه.

ولسمشر بایډن تردې مخکې هم ورته غوښتنه کړې وه او ویلي یې و چې دا د اسراییل حق دی چې له خپلې خاورې د توغندیو دفاع وکړي.

په ورته وخت کې د سپینې ماڼۍ په بیان کې راغلې چې اسراییل دې د بې ګناه ملکیانو د خوندیتوب لپاره ډېرې هڅې وکړي.

د اسراییل پوځ وایي چې حماس او نورو فلسطیني ډلو شااوخوا درې زره درې سوه پنځوس توغندي له غزې د اسراییل لور ته ویشتلي دي او یوازې دوشنبې یې دوه سوه فیرونه کړي.

د اسراییلي پوځیانو په وینا د دغه هېواد د هوایي ځواکونو او توپخانې د ډزو پر مهال لږ تر لږه یوسل او دیرش وسله وال وژل شوي دي.

ملګري ملتونه وایي چې د دې جګړې له امله تر اته دیرش زره ډېر فلسطنیان په غزې کې د خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوي او نورو دوه نیمو زرو کورونه له لاسه ورکړي دي.

اسراییل د مې په لسمه وروسته تردې پر غزه بمباري پیل کړه چې حماس له غزې د اسراییل په لور توغندي وویشتل.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...