ملګري ملتونه وايي، له هغې وروسته چې طالبانو واک نيولی، په افغانستان د ښځو د بېروزګارۍ کچه په مراتبو زياته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د کار نړيوالې ادارې په خپل تازه راپور کې ويلي، د تېر حکومت له نسکورېدو او د طالبانو له واک ته رسېدو سره، د افغان ميرمنو د بېروزګارۍ کچه ۱۶ سلنه زياته شوې او په دې توګه د ښځو بېروزګاري ۲۲ سلنې ته پورته شوې ده.
د يادې ادارې د راپور له مخې، د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال په وروستيو درېيو مياشتو کې په ټوليز ډول ۵سوه زره کاري فرصتونه له لاسه وتلي دي او د يادې ادرې د اټکل له مخې، د روان ۲۰۲۲ زېږديز کال تر نيمايي ښايي دا کچه ۹سوه زرو ته پورته شي.
د کار نړيوالې ادارې د راپور له مخې، د طالبانو له لوري د واک له نيولو وروسته، ښځي له دندو منعه شوي او دا چاره په افغانستان کې د اقتصادي او بشري ناورين سبب شوې ده.