Home » افغانستان » ملګري ملتونه په افغانستان کې د يوناما ماموريت د دوام او نه دوام په اړه پرېکړه کوي

ملګري ملتونه په افغانستان کې د يوناما ماموريت د دوام او نه دوام په اړه پرېکړه کوي

ټاکل شوې چې نن پنج‌شنبه د (کب په ۲۶مه) د ملګرو ملتونو امنيت شورا په افغانستان کې د دغه سازمان مرستندويه ماموريت يا يوناما د دوام او يا هم نه دوام په اړه پرېکړه وکړي.

فرانس پرېس اژانس په دې اړه خپاره کړې راپور کې ويلي، ناروې چې د امنيت شورا دوره‌يي مشري کوي، په دې اړه د پرېکړه‌ليک يوه مسوده چمتوو کړې او نن ماښام به يې يادې شورا ته وړاندې کړي.

د راپور له مخې، د يادې مسودې د متن پر سر روسيې وار له مخې ځيني ملاحظه مطرح کړې؛ خو د متن پر سمون سربېره هم دې هېواد د پرېکړه‌ليک مسودې مخالفت کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د روسيې مرستيال استازي دیمیتري پولیانسکي فرانس پرېس ته ويلي، په افغانستان کې د يوناما موريت په تړاو د پرېکړې په موخه امنيت شورا ته وړاندې کېدونکې مسوده کې د روسيې دريځ نه دی منعکس شوی.

له دې سره چين هم د مسودې په متن کې يو لړ ملاحظات مطرح کړي. که نننۍ مسوده د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له لوري تصويب شي، نو پر بنسټ به يې په افغانستان کې د يوناما ماموريت هم تر يوه راتلونکي کال پورې تمديد شي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...