ملګرو ملتونو په افغانستان کې د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال په پرتله د نشهيي توکو کښت مقايسوي راپور خپور کړی او په کې يې ويلي، چې دغلته د تېر کال په پرتله په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې د نشهيي توکو د کښت کچه ۳۲ سلنه زياته شوې ده.
په راپور کې د نوموړي سازمان له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې په حواله ويل شوي، روان په ټوليزه توګه په افغانستان کې پر ۲۳۳زره هکټاره ځمکه کوکنار کرل شوي، چې دا کچه د تېر په پرتله يو درېيمه برخه زياتوالی ښيي.
په راپور کې ويل شوي، که څه هم د افغانستان سرپرست حکومت له لوري په تېره اپرېل مياشت کې د نشهيي توکو کښت منعه شو؛ خو له دې سره د اپينو بيې لوړې شوې او په دې توګه افغان بزګرانو درې چنده زيات عوايد ترلاسه کړل.
دې موضوع په اشارې سره په راپور کې زياته شوې، چې په تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال کې افغان بزګرانو د اپينو د پلور له درکه ۴۲۵ ميليون ډالر ترلاسه کړي وو؛ خو د راپور له مخې په روان ۲۰۲۲ زېږديز کال کې له دې لارې د ترلاسه شوو عوايدو کچه ۱.۴ مېليارد ډالر ده.
د ملګرو ملتونو له نشهيي توکو او جرمونو سره د مبارزې ادارې دا راپور ښيي، چې يوازې د افغانستان په لوېديځ کې توليد شوي نشهيي توکي د هېواد په کچه د ټولو هغو ۷۳ سلنه جوړوي. په راپور کې ويل شوي، چې په هلمند کې يو پر پنځمه برخه ځمکه کوکنار کرل شوي دي.
خو په قطر کې د طالبانو سياسي دفتر رئيس سهيل شاهين بيا که څه هم په راپور کې د خپرو شوو شمېرو په اړه څه نه دي ويلي، خو ويلي يې دي چې د افغانستان سرپرست حکومت د يادو توکو بشپړ مخنيوی نه شي کولی.
نوموړي غوښتنه کړې، چې نړيوالو دې افغان بزګرو ته د بديل معيشت په برابرولو کې همکاري وکړي او په دې توګه دې د نشهيي توکو په مخنيوي کې خپل مسووليت ادا کړي.