د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کميشنري يا UNHCR وايي، چې د تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال پرمهال د نړۍ په بېلابېلو سيمو کې د خلکو بې ځايه کېدو له امله، يادو سيمو ته د بشري مرستو رسولو ستونزمن شوي دي.
دې ادارې نن يکشنبه د (زمري په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، که څه هم دامهال د کډوالو عالي کميشنرۍ پاملرنه نورو سيمو ته هم زياته شوې خو زياتوي، په افغانستان کې هم له ميليونونه کسانو سره چې بشري مرستو ته اړمن دي، مرستې کولو ته ژمن دي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونون عالي کميشنري داسې مهال له افغانستان سره خپلو بشري مرستو دوام ته ژمنتيا ښيي، چې په دې وروستيو کې پر اوکراين د روسيې بريد د نړيوالو پام تر ډېره دې مسئلې ته اړولی دی.
د جهوري نظام له سقوط سره د نړيوالو مالي مرستو د بندېدو له امله، افغانستان له سخت اقتصادي ناورين سره مخ شوی. خو د دې ناورين د مهارولو په موخه امريکا تازه له افغانستان سره د ۱۵۰ ميليونه ډالرو د مرستې اعلان کړی، چې د ماشومانو پر زدهکړو او دغه راز د ښځو پر پياوړتيا به ولګول شي.