Home » افغانستان » ملګري ملتونه: نړۍ او هېوادونو دې په افغانستان کې د مرسته رسوونکو هڅو ملاتړ وکړي
Berlin, Germany - November 04: Antonio Guterres, High Commissioner for Refugees of UNHCR, attends a press conference in german foreign office on November 04, 2015 in Berlin, Germany. (Photo by Michael Gottschalk/Photothek via Getty Images)

ملګري ملتونه: نړۍ او هېوادونو دې په افغانستان کې د مرسته رسوونکو هڅو ملاتړ وکړي

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونيو ګوټريش په افغانستان موجوده بشري وضعيت د اندېښنې وړ بولي او د مخنيوي لپاره يې پر نړيوالو د مرستې غږ کړی دی.

نوموړي پرون سې‌شنبه ناوخته د (مرغومي په ۲۱مه) په خپل ټوېټر کې لېکلي، چې افغانان دامهال د نړۍ په کچه له چټک مخته تلونکي بشري بحران سره مخ دي.

کوټريش ويلي، چې په افغانستان کې د ياد بحران د مخنيوي په موخه يې له شاوخوا ۲۸ ميليونه افغانانو سره د مرستې کولو پلان وړاندې کړی، چې له مخې به يې ۲۲ ميليونه افغانانو ته د خوراکي توکو په شمول اړينې مرستې او دغه راز به ۵.۷ ميليونه نور اړمنو افغانانو سره هم چې داخلي بې ځايه شوي په کې شامل دي، د سرپنا، خوړو او پاکو اوبو ته د لاسرسي په برخه کې مرستې وکړي.

نوموړي په افغانستان کې موجوده بشري وضعيت ته په اشارې سره پر هېوادونو غږ کړی چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستو رسوونکو هڅو مالي ملاتړ وکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...