ټاکل شوې چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن چهارشنبه (د چنګاښ ۲مه نېټه) د سوریې پر بشري وضعیت خبرې وکړي.
په دې ترڅ کې به سوریې ته د ترکیې له لارې د دې مرستو د رسولو په اړه چې روسیه مخالفت ورسره کوي هم خبرې وشي.
امنیت شورا تېر کال هغه طرح تایید کړه چې له مخې یې یوازې له ترکیې د باب الحوا له سرحدي سیمې څخه د سوریې ادلیب سیمې ته چې د وسله والو مخالفینو په ولکه کې ده، بشري مرستې استول کېږي.
دا طرح چې د روسیې له وړاندیز سره یې هم سمون درلود، د دولسو میاشتو په مخه عملي شوه، خو اوس چې د دې موافقې مهلت د جولای په لسمه پای ته رسېږي، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش او ډېر شمېر نور هېوادونه غواړي دا لاره باید پرانیستې پاتې شي.
د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د راپور له مخې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ښاغلي ګوترېش ته ویلي، د یاغيانو تر ولکې لاندې د سوریې د شمال لویدیځ سیمو ته د بشري مرستو رسول د دې هېواد د کړکېچنو سیمو له لارې هم ممکن کار دی.
په راپور کې د لاوروف له قوله ویل شوي چې روسیه به د باب الحوا له لارې د بشري مرستو د رسولو د طرحې مخنیوی وکړي.
اټکل کېږي چې د دې لانجې پر سر به د امنیت شورا په نننۍ غونډه کې یو ځل بیا د سوریې د متحدې روسیې او چین پر وړاندې سخت مخالفتونه را اوچت شي.