Home » افغانستان » ملګري ملتونه: طالبانو له لوري د واک نيولو افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ کړی

ملګري ملتونه: طالبانو له لوري د واک نيولو افغانستان له اقتصادي بحران سره مخ کړی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ديبورا لاينز وايي، په افغانستان کې د طالبانو له لوري د واک نيولو له امله، دامهال ياد هېواد له اقتصادي بحران سره مخ شوی.

نوموړې دا څرکندونې تېره شپه د (تلې په ۲۵مه) خپل ټوېټر کې کړي او ويلي يې دي چې د افغانستان پر اړوندو مسايلو يې د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي ارژان کزايخانوف سره خبرې کړې دي.

ميرمن لاينز زياته کړې، په اوس کې چې افغانستان له اقتصادي ناورين کړېږي او اړتيا ده چې دې هېواد ته بشري مرستې ورسول شي ګني په خبره يې له دې پرته په افغانستان کې د انساني ناورين رامنځته کېدل له احتمال لرې خبره نه ده.

نوموړې له کزايخانوف سره د لېدنې پرمهال د قزاقستان له ولسمشر مننه کړې چې په دغه هېواد کې يې ملګرو ملتونو ته موقتي دفتر ورکړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...