Home » سیمه او نړی » ملګري ملتونه: سیمه او نړۍ بله جګړه نه‌ شي زغملی

ملګري ملتونه: سیمه او نړۍ بله جګړه نه‌ شي زغملی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي «انتونیو ګوترش» پر اسراییلو د ایران د برید په غبرګون کې اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې سیمه او نړۍ نور د بلې جګړې زغم نه لري.

انتونیو ګوترش په یوه بیانیه کې پر اسراییلو د ایران برید په «کلکو ټکو» غندلی او د دښمنیو د له منځه وړلو غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په بیان کې راغلي: “زه په سیمه کې د جګړو د ویجاړیو د خطر په اړه اندیښنه لرم او له ټولو غواړم چې له هر هغه اقدام څخه ډډه وکړي چې په منځني ختیځ کې په مختلفو محاذونو کې سترې پوځي شخړې رامنځته کوي.”

د ګوټریش په وینا: “ما بیا بیا ټینګار کړی چې نه سیمه او نه نړۍ د بلې جګړې زغم لري.”

دا په داسې حال کې ایران تېره شپه لسګونه بې پیلوټه الوتکې او توغندي پر اسراییلو وتوغول. ایراني راډیو په رسمي ډول د لسګونو توغندیو او ډرون په مرسته پر اسراییلو د سپاه پاسداران د برید خبر ورکړ.

پر اسراییلو د ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو برید په نړیواله کچه غبرګونونه راپارولي. د بریتانیا، جرمني، فرانسې او کاناډا مشرانو د ایران بریدونه غندلي دي.

بلخوا د امریکا ولسمشر «جو بایډن» دغه برید غندلی، خو ټینګار یې کړی چې امریکا به پر ایران د اسراییلو د ځوابي برید ملاتړ ونه کړي. 

په ورته وخت کې ټاکل شوې چې د اسراییلو په غوښتنه نن له غرمې وروسته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه هم وشي چې پکې به د ایران د برید په اړه څېړنه وشي.

د یادولو ده چې د اسراییلو پوځ هم ویلي چې د ایران لخوا د اسراییلو په لور توغول شوي «۹۹ سلنه» توغندي او ډرون بریدونه شنډ او مخنیوی یې شوی دی.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

نتانیاهو: که حماس پاتې برمته شوي کسان راخوشي نه کړي بیا غزې ته ستنیږو

د اسراییلو صداعظم بنیامین نتانیاهو ...