د ملګرو ملتونو د کډوالو برخې اداره يا UNHCR وايي، په افغانستان کې د بې ځايه شويو کورنيو وضعيت ته په پام سره داسې ښکاري چې د ژمي په را رسېدو سره بشري اړتياوې ورځ تر بلې زياتېږي.
دې ادارې تازه په يوه ټوېټ کې ويلي چې د بشري مرستو د رسولو په موخه يې، ۱۴زره دا خلي بې ځايه شويو کورنيو ته يې سولرونه وېشلي دي.
يونيسيار ويلي چې دا سولرې يې په دې موخه پر خلکو وېشلي، څو د ژمې په يخه هوا کې پرې خپل کورنه رڼا او ګرم کړي.
له دې وړاندې ملګرو ملتونو ويلي و چې د موندنو له مخې يې، دامهال په افغانستان کې ۵۵ سلنه افغانان له سختې لوږې سره مخ دي او تر هر څه وړاندې خوراکي توکو ته اړتيا لري.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس