ملګرو ملتونو يو وار بيا په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو پر موضوع تمرکز کړی او ويلي يې دي چې هر څه ژر بايد له شپږم ټولګي د پورته نجونو پر مخ هم تړلي ښوونځي بېرته پرانيستل شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکې ادارې يا اوچا د دفتر مسوولې ايزابل موسارد کارلسن نن دوشنبه (د غويي په ۲۶مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو دوام د دغه هېواد د راتلونکي لپاره يوه جدي اړتيا ده.
نوموړې د قابلو نړيوالې ورځې په مناسبت زياته کړې، چې زدهکړو ته د نجونو لاسرسی د بشري حقونو اړوند موضوع ده او هر ژر بايد په دې برخه کې مثبت پرمختګ وشي.
ميرمن کارلسن زياته کړې، په افغانستان کې نننۍ زدهکوونکې او محصلانې د سبا ورځې ډاکټرانې، قابلې، ښوونکې او انجنيرانې دي.
سربېره پر دې چې سرپرست حکومت تل د نجونو پر مخ د ښوونځيو دروازو د پرانيستو ژمنه کړې؛ خو تر اوسه د ولس د ارادې خلاف د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي پاتې دي.