د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق يا UNICEF اعلان کړی چې په افغانستان کې د ماشومانو د زدهکړو له بهير څخه د ملاتړ په موخه، پر يوه داسې سيسټم کار کوي چې له مخې به يې د دولتي ښوونځيو ښوونکو ته په مستقيمه توګه مياشتني معاشونه ورکړل شي.
دا خبر د دې صندوق د اروزنې برخې مسوولې جينټ ويګلر له رويټرز خبري اژانس سره په خبرو کې ورکړی دی. نوموړې زياته کړې، يونسف هڅه کوي چې د افغانستان دولتي ښوونځيو ښوونکي په يوه ځانګړي سيسټم کې ثبت کړي او په دې توګه به يادو ښوونکو ته د طالبانو له لاسوهنې پرته په مستقيمه توګه مياشتني معاشونه ورکوي.
ويګلر دغه راز زياته کړې چې په افغانستان کې د نجونو له زدهکړو د ملاتړ غوره او معقوله لار دا ده چې په دغه هېواد کې د ښوونځيو او ښوونکو ملاتړ وشي.
نوموړې له روېټرز سره په مرکه کې له نورو نړيوالو سازمانونو هم غوښتي چې افغان ماشومان هېر نه کړي او له يادو ماشومانو سره دې مرستې پيل او دوامداره وساتي.
ملګري ملتونه داسې مهال په افغانستان کې د ښوونځيو ښوونکو ته په مستقيمه توګه د مياشتنيو معاشونو د ورکړې خبر ورکوي چې دامهال ياد سازمان طالبانو ته د هر راز مالي معاملو پر لېږد بنديز لګولی دی.