نن دوشنبه د جون ۲۰مه د کډوالو له نړيوالې ورځې سره برابره ده. دا ورځ په ټولو هېوادونو کې د کډوالو ستونزو ته د رسېدو لپاره د لارو چارو موندلو په موخه نمانځل کېږي.
د همدې ورځې په مناسبت د افغانستان ته بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ريچارډ بنت وايي، د شمېرو له مخې افغانان په ټوله نړۍ کې د کډوالۍ لويه برخه تشکيلوي.
نوموړي نن دوشنبه د (غبرګولي په ۳۰مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، چې اوس هم ميليونونه افغان په کوردننه د بېځايه کېدو ترڅنګ په ګاونډيونو هېوادونو په ځانګړې توګه په ايران او پاکستان کې د کډوالۍ ژوند کوي.
د کډوالۍ په تړاو د نوموړي څرګندونې داسې مهال دي، چې په افغانستان کې د وروستيو ناخوالو او سياسي بدلونونو له امله يو وار بيا ميليونونه افغانان له خپل هېواد څخه کډوال او يا هم په کوردننه بېځايه شول.
له افغانستان څخه د کډوالۍ سېل اوس هم دوام او په ورځنۍ توګه سلګونه ځوانان په قاچاقي او سختو لارو اروپا او نورو هېوادونو ته ځي.