ملګرو ملتونو په افغانستان کې د لوږې له امله د ماشومانو خوارځواکۍ په اړه اندېښنه ښودلې او زياته کړې يې ده چې په دغه هېواد کې لوږه په شدت سره مخ زياتېدو ده .
د ملګرو ملتونو د ماشومانو برخې يا UNICEF مسوولانه وايي، د لوږې زياتېدو افغان ماشومان د خواځواکۍ له سخت حالت سره مخ کړي چې ښايي دغه حالت ماشومان له مرګ سره لاس او ګرېوان کړي.
په ورته مهال د غور روغتيايي چارواکو په حواله داسې راپورونه ورکړل شوي، د تېرو ۶ مياشتو پرمهال په غور کې ۱۷ تنه خوارځواکي ماشومان چې په روغتون کې بستر وو، مړه شوي او ۳سوه نور ماشومان چې پر خوارځواکۍ اخته وو، له درملنې وروسته بېرته رخصت شوي دي.
يونيسف هم دا راپور تائيد کړی او زياته کړې يې ده چې د بشري مرستو له لارې يې د ورته وضعيت د مخنيوي هڅې پيل کړې دي.
ملګرو ملتونو له دې وړاندې هم خبرداری ورکړی چې د روان ۲۰۲۱ کال له پايته رسېدو سره، ښايي ۱ ميليون هغه افغان ماشومان چې عمرونه له ۵ کلنۍ کم وي، د خوارځواکۍ له امله درملنې ته اړتيا پيدا کړي. په داسې حال کې چې د دې سازمان د موندنو له مخې، دامهال ۳.۳ ميلونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ دي.