Home » سیمه او نړی » ملګرو ملتونو؛ د غندنې ترڅنګ په ميانمار کې د ملکانو وژنې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو؛ د غندنې ترڅنګ په ميانمار کې د ملکانو وژنې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې

ملګرو ملتونو په ميانمار کې پر ملکي وګړو د بريد وروستۍ پېښه چې د تېرې جمعې په ورځ رامنځته شوه او په کې لږ تر لږه ۳۵ کسان وژل شوي، وغندله او دا يې بوږنوونکې غميزه ياده کړه.

ملګرو ملتونو پرون سې‌شنبه د (مرغومي په ۷مه) د يوې اعلاميې په خپرولو سره، د ميانمار ځواکونو له لوري د ملکي وګړو دې وژنې په تړاو د رڼو څېړنو غوښتنه کړې ده.

په اعلاميه کې د نوموړي سازمان د بشري چارو د مشر مارټېن ګرېفېتس له قوله ويل شوي، د ميانمار ځواکونو له لوري ترسره شوی ياد بريد دردوونکی دی او په خبره يې پر ملکي وګړو هر ډول بريد د نړيوالو بشري اصولو پر بنسټ منغه دی.

په ميانمار کې د امريکا سفارت هم پر ملکيانو دا بريد وحشيانه عمل بللی او ويلي يې دي چې عاملان يې بايد حساب ورکړي. د تېرې جمعې په ورځ د ميانمار ځواکونو د دغه هېواد په ختيځ کايا ايالت کې د کريسمس نمانځې پرمهال پر ملکيانو بريد وکړ چې په وژل شويو شاوخوا ۳۵ کسانو کې دوه تنه چې د ماشومانو د خونديتوب نړيوالې ادارې يا Save the children کارکوونکو وو، هم وژل شوي دي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...