د یونیسف چارواکو په غزه کې روان بشري ناورین ته په اشارې ویلي چې هلته د روانې حګړې له امله تر دې دمه ۱۷ زره ماشومان له خپلو کورنیو څخه لرې شوي او جدي رواني څارنې ته اړ دي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق اجرايوي مدیر، کاترین راسل ویلي چې په غزه کې هېڅ ځای د ماشومانو لپاره خوندي نه دی.
“په غزه کې د ماشومانو وضعیت خورا زړهبوږنوونکی دی. هلته ماشومان له بریدونو او مرګ سره مخ دي او د غزې هېڅ ځای د دوی لپاره خوندي نه دی. د ماشومانو پر وړاندې وحشتناک جنایتونه، چې پکې د هغوی وژل، معیوب کول، پر ښوونځیو او روغتونونو بریدونه او بشري مرستو ته د هغوی د لاسرسي مخه نیول د زغم وړ نه دي او یونیسف یې په کلکه غندي.”
د هغوی په وینا چې اوسمهال ۱۷ زره ماشومان له خپلو کورنیو لرې شوي او مرستندوی بنسټونه د هغوی کورنۍ نشي پیدا کولی.
بلخوا اسراییلي چارواکو په غزه کې د جګړې پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د حماس تر بشپړ ځپلو پورې به دا جنګ ادامه لري.
د اسراییلو لومړي وزیر، بنیامین نتنیاهو په اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي: “موږ د بندیانو د تبادلې لپاره یوې نوې موافقې ته د رسیدو په لټه کې یو، مګر په هیڅ قیمت نه. موږ سره کرښه لرو، په دې کې چې موږ به هیڅکله جګړه ونه دروو، موږ به له غزې څخه پوځ ونه باسو، او موږ به په زرګونو ترهګر خوشې نه کړو.” د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ ادارې یا یونیسف په داسې حال کې په غزه کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګندوي چې د دغه سازمان د راپورونو له مخې، د جګړې له پیل راهیسې په غزه کې څه باندې ۱۰ زره ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او شاوخوا ۹ زره نور ماشومان ټپیان شوي دي