د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو د ملاتړ صندوق يا UNICEF په افغانستان کې اړمنو لسګونه زره کورنيو ته د نغدو پيسو د وېش لړۍ پيل کړې ده.
د دې ادارې د مرستو تنظيموونکې نينکې ووپېن چې دامهال نورستان ته تللې او هلته پر اړمنو کورنيو نغدې پيسې وېشي وايي، د ژمي پرمهال له خلکو سره د نغدو پيسو مرسته يوه اغېزناکه لار ده.
نوموړې په پارون کې ويلي، د نغدو پيسو په وېش سره خلک کولی چې يادې پيسې په خپله خوښه ولګوي او پر مټ يې کولی شي چې د ژمني او نور اړين توکي وپيري.
يونېسف داسې مهال په افغانستان کې پر اړمنو کورنيو د نغدو پيسو وېشل پيل کړي، چې يوه اوونۍ وړاندې ملګرو ملتونو له ۲۸ميليونه افغانانو سره د مرستې په مرخه د ۴.۴ مېليارده ډالرو د بوديجې وړانديز کړی دی.