ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کې له شپږم ټولګي د لوړو ټولګيو ښځينه زدهکوونکو پر مخ د ښوونځيو دروازو د تړلو له امله خواشيني دي.
دې سازمان تازه نن چهارشنبه د (وري په ۳مه) خپل ټوېټر کې زياته کړې، چې طالبانو د نجونو ښوونځي د نامالومو محدوديتونو پر بنسټ بند ساتلي.
په همدې حال کې د بښنې نړيوال سازمان هم په دې اړه غبرګون ښودلی او د نجونو پر مخ يې د ښوونځيو د بندښت دوام غېر عادلانه بللی.
د بښنې نړيوال سازمان په يو سلسله ټوېټونو کې زدهکړې د بشر اساسي حق ګڼلی او په دې برخه کې يې د طالبانو اوسنۍ پاليسي غېر عادلانه، تبعيضي او له نړيوالو اصولو سره په ټکر کې واقېع بللې ده.
دې سازمان له نړيوالې ټولنې غوښتي چې ښوونځيو ته د افغان نجونو د بېرته راګرځولو يقيني کېدو په موخه دې، ژر تر ژره پر طالبانو فشارونه وارد کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په ټول افغانستان کې د ښوونيز کال پرانيستل شو؛ خو د لوړو ټولګيو ښځينه زدهکوونکو ته اجازه ور نه کړل شوه چې ښوونځي ته دننه شي.
دې کار عام ولس خوابده کړی او له حکومت غوښتنه کوي، چې د نجونو د زدهکړو په برخه کې دې د ولس له ارادې سره سم چلند وکړي او هر څه دې په خپل زړه نه جوړوي.