د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام يا WFP د راتلونکي ژمي پرمهال د لوږې مهارولو په موخه د افغانستان په لرې پرتو سيو کې د خوراکي توکو ۳۴ ګرځنده زيرمتونونه جوړ کړي دي.
د خوړو نړيوال پروګرام نن دوشنبه د (لړم په ۳۰مه) په دې اړه خپل ټوېټر کې ليکلي، چې دا زيرمتونونه د افغانستان په هغو لرې پرتو سيمو کې جوړ شوي، چې د نورو سيمو په پرتله ډېرې زيانمنونکې دي.
د دې نړيوالې ادارې په خبره، د دې ګرځنده زيرمتونونو په وسيله به ۱.۵ ميليونه افغانانو ته د ژمي په سخته يخنۍ او وارو کې خوړو ته د دوی د لاسرسي له پرې کېدو وړاندې خوراکي خونديتوب ورکړل شي.
له دې وړاندې د خوړو نړيوال پروګرام په شمول ځينو نورو نړيوالو بنسټونو د افغانستان راتلونکی ژمی د بشري او اقتصادي ناورين له امله سخت اټکل کړی دی.
دې بنسټونو پر مرستندويانو غږ کړی، چې له افغانستان سره د مرستو په برخه کې بېړني ګامونه پورته کړي، ګني خبره يې د ژمي پرمهال په افغانستان کې د فاجعې رامنځته کېدو امکان شته.