Home » افغانستان » ملي لوبډلې په ویسټ انډیز کې خپل لس ورځنی تمریناتي کمپ پیل کړ

ملي لوبډلې په ویسټ انډیز کې خپل لس ورځنی تمریناتي کمپ پیل کړ

د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې په ویسټ انډیز کې د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام ته د چمتووالي په موخه د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې لس ورځنی تمریناتي کمپ پیل شوی دی.

د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په دغو لس ورځنيو روزنيزو سياليو کې د هېواد ملي لوبغاړي دوه تمريناتي لوبې هم کوي.

د شل اوریز نړیوال جام د غبرګولي له دولسمې څخه د سرطان میاشتې تر نهمې پورې په امریکا او ویست اندیز کي ترسره کېږي.

په دې سیالیو کې په ټولیزه توګه ۲۰ لوبډلې برخه لري او دا لوبډلې د پنځو لوبډلو په څلورو ګروپونو کې له یو بل سره سیالي کوي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هم په درېیم ګروپ کې له نیوزیلنډ، پي اېن جي ، یوګانډا او ویسټ انډیز سره ده.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ملګري ملتونو: پاکستان دې د افغانانو له جبري ایستلو ډډه وکړي

د افغانستان په چارو کې ...