د ملي دفاع وزارت وياند عنايتالله خوارزمي هغه راپورونه او اوازې رد کړې، چې په غزني کې د يوې بېپيلوټه الوتکې له لوري د تازه بريد په اړه خپاره شوي وو.
نوموړي نن يکشنبه د (زمري په ۱۶مه) په خپله ټوېټر کې ليکلي، هغه راپورونه چې د غزني اندړو ولسوالۍ په چهار دېوال سيمه کې د بېپيلوټه الوتکې د بريد په اړه خپاره شوي، بې بنسټه او له واقعيت لرې دي.
له دې وړاندې د ځينو رسنيو ترڅنګ د خواله رسنيو يو شمېر کاروونکو هم داسې ادعاوې وکړې، چې ګواکې د غزي اندړو ولسوالۍ په ياده سيمه کې بېپيلوټه الوتکې هوايي بريد کړی دی.