Home » افغانستان » ملاله يوسفزۍ: نړيوال دې له طالبانو سره د بشري حقونو د نقض له امله حساب وکړي

ملاله يوسفزۍ: نړيوال دې له طالبانو سره د بشري حقونو د نقض له امله حساب وکړي

په افغانستان کې د سرپرست حکومت له لوري پر ښځو او نجونو د حجاب جبري کېدو په اړه د غبرګونونو په ترڅ کې، د نجونو د زده‌کړو فعالې او د نوبل نړيوالې جايزې ګټونکې ملالې يوسفزۍ هم دا پرېکړه د بشري حقونو ښکاره نقض بللی دی.

نوموړې پرون دوشنبه د (غويي په ۱۹مه) خپل ټوېټر کې لېکلي، طالبانو هڅه کوي چې له زده‌کړو او کار څخه د نجونو او ښځو په منعه کولو، په يوازې توګه د دوی د سفر وړتيا محدودولو او پرې د حجاب جبري کولو له لارې دغه قشر له عام ژوند څخه حذف کړي.

ملالې يوسفزۍ ويلي، که څه هم افغان نجونې او ښځې د خپلو حقونو د خونديتوب په موخه سوله‌ييزو اعتراضونو ته دوام ورکوي، نو په کار ده چې په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو او ټول فعالان يې ترڅنګ ودرېږي.

نوموړې د هېوادونو له مشرانو غوښتنه کړې، چې په واحد اقدام سره د ميليونونه نجونو او ميرمنو د بشري حقونو د نقضولو له امله له طالبانو سره حساب او کتاب وکړي.

اسلامي امارت له لوري د وروستۍ پرېکړې پر بنسټ، هر هغه ميرمن چې په عامو ځايونو کې په مکرره توګه حجاب مراعت نه کړي نو د کورنۍ مشر به يې زنداني کېږي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...