Home » افغانستان » ملا هبت‌الله؛ د اسلامي امارت غړو ته تازه لارښوونې کړي

ملا هبت‌الله؛ د اسلامي امارت غړو ته تازه لارښوونې کړي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په ۱۴ مواردو کې د اسلامي امارت غړو ته نوې سپارښتنې کړي او ټينګار يې کړی چې د اسلامي امارت غړي دې يادو سپارښتنو ته پابند پاتې شي.

په دې سپارښتنو کې له خلکو سره سالم چلند، د قومي او ژبني تبعيض مخنيوی، خپل‌منځي يووالی، شهيدانو کورنيو ته پاملرنه، د عدالت تامين او ملي شتمنيو په کلکه خونديتوب شامل دی.

ملا هبت‌الله اخندزاده ټينګار کړی چې اسلامي امارت غړي دې يو بل ورورګلوۍ ته را وبولي او دغه راز دې له خلکو سره د دې د ستونزو په حل کې همکاري وشي.

دغه سپارښتنې داسې مهال دي، چې لا هم له خلکو سره د اسلامي امارت د مسوولانو پر چلند نيوکې کېږي او باور دا دی چې اسلامي امارت دې له خلکو سره د تقابل پر ځای د تفاهم لار خپله کړي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...