Home » افغانستان » ملا هبت‌الله: چارواکي دې له هېواد د افغانانو د وتنې مخنيوي په موخه د دوی ستونزې واوري

ملا هبت‌الله: چارواکي دې له هېواد د افغانانو د وتنې مخنيوي په موخه د دوی ستونزې واوري

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله له افغانستان څخه د ځوانانو وتلو په اړه اندېښنه ښودلې او د يادې لړۍ د مخنيوي په موخه يې په ټولو ولايتو کې واليانو، ديني عالمانو او نورو ولايتي چارواکو ته لارښوونې کړي دي.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد پرون ماښام د (لېندۍ په ۱۶مه) پر ټوېټر د ملا هبت‌الله لارښوونې خپرې کړې او په کې ويل شوي چې واليان او ديني عالمان دې له هغو کسانو سره د دوی د ستونزو حل په موخه له نږدې وګوري چې غواړي هېواد پرېږدي.

نوموړي ويلي چې له هېواد وتونکي کسان او کورنۍ په لارو او کمپونو کې له امنيتي، اخلاقي او نورو بشري ستونزو سره مخ کېږي او دا کار د ټولو افغانانو د خپګان سبب کېږي.

ملا هبت‌الله زياته کړې، لوېديځ هېوادونو ته تلونکي يو شمېر افغان د پنا اخيستو په موخه جعلي اسناد جوړوي او د اوسني نظام پر خلاف تهمت لګوي.

نوموړي دغه راز دا هم وايي، له هېواد وتونکي افغانان د دې پر ځای چې خپله انرژي د افغانستان په ابادۍ کې ولګوي، په لوېديځ کې پر خورا وړو کارونه لګوي.

ملا هبت‌الله داسې مهال له هېواد څخه د خلکو پر وتلو اندېښنه ښيي چې د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره سم، سلګونه زره افغانانو د اقتصادي او امنيتي ستونزو له کبله خپل هېواد پرېښی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...