د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند او د دغه هېواد د ولسواک غورځنګ مشر ملا فضل الرحمن وايي، د افغانستان طالبان د پاکستان ريښتوني ملګري او دوستان دي.
نوموړي پرون د بلوچستان په چمن کې يوې غونډې ته د خبرو پرمهال وويل، د پاکستان او طالبانو ملګرتيا ته پام سره اړتيا ده چې دواړه هېوادونه له اختلاف پرته د يوه او بل ترڅنګ سولهييز ژوند وکړي.
فضل الرحمن تور پورې کړ چې امريکا نه غواړي افغانستان او پاکستان د ملګرو په څېر و اوسي، نو ځکه يې د نوموړي په خبره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيورنډ کرښې موضو را پورته کړې.
فضل الرحمن زياته کړه، که پاکستان او د افغانستان طالبان پر ډيورنډ کرښه له يوه او بل سره نښته وکړي، نو دا په خپل پلان کې د امريکا د برياليتوب په مانا دی. هغه ويلي چې امريکا د ډيورنډ موضوع ناحل پرېښوده او اوس دې افغانستان او پاکستان دغه مسئله د خبرو له لارې حل کړي.