رئيسالوزرا محمد حسن اخند وايي، د خلکو د هوساينې او پرمختګ لپاره اړتيا ده چې د چاپېريال ساتنې ته جدي پاملرنه وشي.
نوموړي چې نن پنجشنبه د (کب په ۲۶مه) په ارګ کې د نيالګي کېنولو مراسمو کې ګډون کړی و وويل، په تېرو شلو کلونو کې جګړې نه يوازې دا چې بسټونه په کې وران شول، ترڅنګ يې چاپېريال هم خورا زيانمن کړی دی.
حسن اخند زياته کړې چې عام خلک دې له حکومت سره د چاپېريال خوندي ساتنې په برخه کې د همکارۍ له مخې، په خپلو شاوخو کې نيالګي کېنوي.
د نوي کال په را رسېدو سره د حکومت له لوري د کابل په شمول په ټولو ولايتونو کې د نيالګيو کېنولو کمپاين پيل شوی او ټاکل شوې چې په دې ترڅ کې ميليونه نيالګي کېنول شي.