د رئيسالوزرا لومړی مرستيال ملا عبدالغني برادر په خپلو تازه څرګندونو کې د مخکيني حکومت مطرحې څېرې پر فساد ککړې بللي او د نوموړي په ټکو يادو څېرو د فساد، قتل او لوټمارۍ خپل عادت نه شو پرېښودلی.
نوموړي دا څرګندونې له ملي راډيو ټلوېزيون سره په ځانګړې مرکه کې چې تېره شپه د (مرغومي په ۱۳مه) خپره شوه کړي دي. برادر په دې مرکه کې د مخکيني ولسمشر محمد اشرف غني او نوموړي ته د نږدې کسانو هغه ادعاوې رد کړي، چې ګواکې طالبانو د کابل له نيولو وروسته د ولسمشر غني د وژلو پلان درلود.
ملابرادر زياته کړې چې طالبانو په هېڅ توګه د اشرف غني او نورو څېرو د وژلو پلان نه درلود او په خبره دا مهال هم يو شمېر مطرح سياسيون په کابل کې عادي ژوند لري.
نوموړي پر نړيوالې ټولنې هم غږ کړی چې له طالبانو سره پخوانۍ دښمني پرېږدي او يوه سالم تعامل ته دې زمينه برابره کړي. ملا عبدالغني برادر په ورته وخت کې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ د ازادولو غوښتتنه هم کړې او ويلي يې دي چې ياده شتمني د عام ولس ده او په کنګل ساتلو سره يې زيان هم يوازې او يوازې عام ولس ته رسېږي.
نوموړي د اسلامي امارت د کابينې تشکيل ته هم اشاره کړې او په خبره يې، اوسنۍ کابينه لنډمهالې ده او د اوږدمهال لپاره د مرستيالانو او وزيرانو په توګه د باصلاحيته کسانو پر ګمارنې غور روان دی.