Home » افغانستان » ملا برادر او مايک پامپيو د بین الافغاني خبرو او روان وضعیت په اړه خبرې کړي.
رویداد خبري آژانس

ملا برادر او مايک پامپيو د بین الافغاني خبرو او روان وضعیت په اړه خبرې کړي.

د طالبانو سیاسي مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره هئیت د ویډیو کنفرانس له لارې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو سره خبرې کړي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي،چې تېر ماښام ملابرادر او مایک پومپیو د بین الافغاني خبرو د پیل، د بندیانو خلاصون او روان وضعیت په تړاو خبرې کړي.

سهیل شاهین لیکلي:” په دغه ویډیو لیدنه کې د بین الافغاني خبرو د پیل او روان وضعیت په تړاو خبرې وشوې”.

شاهین زیاته کړې،چې دواړو خواوو د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره د طالبانو د پاتې بندیانو خلاصون مهم ګڼلی.

همداراز په دغه ویډیو لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د لوی اختر په مناسبت د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند هر کلی کړی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...