Home » سیمه او نړی » مسکو کې د اوکراين په اړه د مکرون او پوتين لېدنې ته د لوېديځ تمه!

مسکو کې د اوکراين په اړه د مکرون او پوتين لېدنې ته د لوېديځ تمه!

ټاکل شوې چې د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون نن دوشنبه د (سلواغې په ۱۸مه) د يوه پلاوي په مشرۍ مسکو ته لاړ شي او دغلته به له خپل روسي سيال ولاديمير پوتين سره د اوکراين مسئلې په اړه خبرې وکړي.

د مهال‌وېش له مخې، مکرون او پوتين به نن ماښام مهال سره وګوري او پر اوکراين تر مفصل بحث وروسته به په يوه ګډ خبري کنفرانس کې د رسنيو پر وړاندې هم را څرګند شي.

روسيې ته د مکرون سفر په لوېديځ کې دا هيلې زياتې کړې چې ښايي په پايله کې به يې ولسمشر پوتين له اوکراين سره پر پوله د وضعيت په عادي کولو سره، پر نوموړي هېواد د روسيې احتمالي بريد په اړه شته اندېښنې رفعه کړي.

روسيې ته له سفر وړاندې ولسمشر مکرون ويلي و، چې له ولسمشر پوتين سره به يې د خبرو او بحث تمرکز پر اوکراين وي او په دې برخه کې به هڅه وکړي چې يوه ښه نتيجه ترلاسه کړي.

د راپورونو له مخې، روسيې ۱۳۰زره سرتېرې له اوکراين سره پر پوله ځای پر ځای کړي او د امريکا په شمول لوېديځ هېوادونو خبر ورکړی چې روسيه په دې کار سره پر اوکراين د بريد کولو پلان لري.

خو روسيې بيا د لوېديځ هېوادونو دا ادعا په وار وار رد کړې او ويلي يې دي چې پر اوکراين د هېڅ ډول بريد کولو پلان نه لري.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...