Home » سیمه او نړی » محکمې: ايران دې په اوکراينۍ الوتکه کې وژل شويو کانډايانو ته غرامت ورکړي

محکمې: ايران دې په اوکراينۍ الوتکه کې وژل شويو کانډايانو ته غرامت ورکړي

د کاناډا يوې محکمې د خپلې تازه پرېکړې پر بنسټ د ايران له دولت غوښتي چې په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې د اوکراينۍ الوتکې د نسکورولو په پېښه کې دې د وژل شويو ۶ کاناډايانو خپلوانو ته غرامت ورکړي.

محکمې د ايران له دولت غوښتي چې د يادو کسانو خپلوانو ته بايد لږ تر لږه ۱۰۷ ميليونه کاناډايي ډالر چې د ۸۴ ميليونه امريکايي ډالرو معادل کېږي، د غرامت په توګه ورکړل شي.

د يادو وژل شويو کسانو خپلوانو د ايران هغو کسانو په اړه په کاناډا کې محکمې ته عريضه کړې وه، چې د اوکراينۍ الوتکې د نسکورولو په پېښه کې ښکېل بللي شوي وو.

د اوکراين پي اېس ۷۵۲ ډوله الوتکه په ۲۰۲۰ زېږديز کال کې هغه مهال د ايراني ځواکونو له لوري په توغندي ووېشتل شوه چې د تهران له هوايي ډګر د پورته کېدو په حال کې وه.

په دې پېښه کې د ۵۵ کاناډايانو په شمول د بېلابېلو هېوادونو ۱۷۶ وګړي ووژل شول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ایران په ۲۰۲۴کال کې شاوخوا ۹۰۱ کسان اعدام کړي

د بشري حقونو یو سازمان ...