Home » افغانستان » محمود صيقل: قطر د افغانستان سولې پروسې له چتر لاندې خپلې موخې تعقيبوي

محمود صيقل: قطر د افغانستان سولې پروسې له چتر لاندې خپلې موخې تعقيبوي

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانی استازی محمود صيقل وايي، قطر له کلونو او په ځانګړې توګه له وروستيو لسو کلونو را په دېخوا د افغانستان سولې پروسې تر چتر لاندې خپلې سيمه‌ييزې او نړيوالې موخې تعقيبوي.

نوموړي پرون دوشنبه د (کب په ۲۳مه) خپل ټوېټر کې ليکلي، د قطر له لوري د يادو موخو تعقيبول د دې لامل شول چې طالبان پياوړي او افغانستان يوه ناسم لوري ته سوق شي.

صيقل د يوې ډلې له لوري د واک انحصار او په خبره يې د يو شمېر سياسونو له لوري په يوه ليک کې سپينې ماڼۍ ته د خپلواک بنسټ په توګه د افغانستان بانک يادونه هغه څه دي، چې د افغانستان د بربادۍ ښکارندويي کوي.

نوموړي ويلي، د افغانستان بانک په تړاو د سياسيونو دغه دريځ داسې مهال دی چې د ياد بانک رهبري د ترهګرۍ په تمويل کې لاس لري او د امريکا په شمول د ملګرو ملتونو او اروپايي ټولنې په تور لېسټ کې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...