د اسلامي امارت وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معين ذبيحالله مجاهد وايي، دا مهال په ټول هېواد کې صنعتکارانو ته د ځمکو د وېش لړۍ پيل شوې ده.
نوموړي په خپل ټوېټر کې په دې اړه ويلي، له دې سره به د صنعتکارانو هغه ستونزه چې له کلونو راهيسې د ځمکې نشتوالي له امله ورسره مخ دي، په بشپړه توګه حل شي.
مجاهد دغه راز ويلي، په اوس کې يونيم ميليون کسان د غاليو د اوبدلو پر صنعت بوخت دي.
نوموړی داسې مهال صنعتکارانو ته د ځمکې د وېش خبره کوي چې په وروستيو کې يو شمېر سوداګر او پانګوال بېرته هېواد ته راستان شوي دي.