Home » افغانستان » مجاهد: تحريک طالبان پاکستان د افغان طالبانو ښاخ نه دی

مجاهد: تحريک طالبان پاکستان د افغان طالبانو ښاخ نه دی

اسلامي امارت هغه راپورونه رد کړل چې په کې ادعا شوې، له ډيورنډ کرښې پورې غاړه فعاله د تحريک طالبان پاکستان ډله هم د اسلامي امارت ښاخ دی.

د اسلامي امارت وياند ذبيح‌الله مجاهد له عرب نيوز سره په مرکه کې د تحريک طالبان پاکستان له لوري خپرې شوې هغې وډيو ته غبرګون ښودلی، چې مشر يې نورولي محسود په کې ياده ډله د افغان طالبانو اړوند بللې ده.

مجاهد ويلي، ياده ډله پر اسلامي امارت پورې اړوند نه ده او نه هم دواړه جهتونه شريکې موخې لري. د راپور له مخې مجاهد ټينګار کړی چې تحريک طالبان پاکستان دې سولې ته لومړيتوب ورکړي او پرې نه‌ږدي چې په سيمو کې د خپلو تحرکاتو په دوام سره استخباراتي شبکو ته د فعاليت زمينه برابره کړي.

د افغان طالبان داسې مهال ياد راپورونه ردوي، چې تحريک طالبان پاکستان د پاکستان له حکومت سره له يوه مياشتني اوربند وروسته بيا جګړې ته ګرځېدلې او ټينګار يې کړی چې په پاکستان کې به هم د افغانستان په څېر شريعت حاکموي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

پنجاب پاکستان

پنجاب ایالت کې د بارانونو او بادونو له امله ۸ کسانو ژوند له لاسه ورکړی

د پاکستان د پنجاب ایالت ...