Home » افغانستان » متقي: په ايران کې له اسماعېل خان او احمد مسعود سره لېدنه شوې

متقي: په ايران کې له اسماعېل خان او احمد مسعود سره لېدنه شوې

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي وايي، په ايران کې يې پر نورو افغانانو سربېره له پخواني جهادي قومندان اسماعېل خان د مقاومت جبهې له مشر احمد مسعود سره ليدلي دي.

نوموړي نن دوشنه د (مرغومي په ۲۰مه) له ايران څخه کابل تر راستنېدو وروسته خبريالانو ته ويلي، اسماعېل خان او احمد مسعود ته يې د امنيتي مسايلو په اړه ډاډ ورکړی او ورته يې ويلي دي چې بېرته هېواد ته راستنېدای شي.

متقي له يادو دواړو کسانو سره د لېدنې نور جزيات نه دي ورکړي؛ خو پرون يک‌شنبه داسې راپورنه خپاره شول چې اسماعېل خان ته په حکومت کې د ونډې اخيستو وړانديز شوی او نوموړي بيا تر راتلونکي پسرلي د مهلت غوښتنه کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...