Home » افغانستان » متقي: نړيوال دې بشري مسايل نه سياسي کوي

متقي: نړيوال دې بشري مسايل نه سياسي کوي

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي پرون شنبه د (زمري په اوله) په کابل کې د اروپايي ټولنې د سفارت له شارژدافېر ارنوت پاول سره ليدلي دي.

په دې ليدنه کې متقي ټينګار کړی، چې نړيواله ټولنه دې په افغانستان کې بشري مسايل له سياست سره نه غوټه کوي او د همکاريو په کولو سره دې اجازه ورکړي چې دغلته بشري وضعيت ښه شي.

د بهرنيو چارو وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د متقي له قوله ويل شوي، حکومت هېچا ته اجازه نه ورکوي چې په کوردننه او بهر د چا امنيت ته خطر شي.

بل خوا په دې خبرپاڼه کې د ارنوت پاول له قوله ويل شوي، چې اروپايي ټولنه د افغانستان له سرپرست حکومت سره د تعامل له لارې افغانانو ته د خدمتونو وړاندې کولو په هڅه کې ده.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...