د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي وايي، د امريکا او طالبانو د پلاويو ترمنځ په قطر کې د دوه اړخيزه همکاريو پر اېجاد او دوام باندې بحث شوی دی.
نوموړي زياته کړې چې دواړو لوريو د همکاريو پيلولو په اړه د نظر يووالی درلود او په خبره يې يادې متقابلې همکارۍ د افغانستان او امريکا دواړو په ګټه دي.
متقي باختر اژانس ته په يوه غږيز کليپ کې ويلي، له امريکا يې غوښتي چې په افغانستان کې د موجوده حکومت بې ثباته کول د هېڅ لوري په ګټه نه دي او په خبره يې د دې کار پر ځای د افغانستان او امريکا ترمنځ ښې اړيکې بيا، د دواړو هېوادونو په ګټه تمامېدای شي.
متقي دغه راز دا هم ويلي چې امريکايي لوري د يادو بحثونو په ترڅ کې، د افغان لوري د غوښتنې په چوکاټ کې دا ژمنه هم کړې چې افغانستان ته د کووېډ۱۹ واکسين په ورکولو کې به هم همکاري کوي.
تر اوسه دوحې ته د امريکا تللي هيئت له طالبانو سره د خبرو جزيات نه دي ورکړي، خو په افغانستان کې عام خلک تمه لري چې دا خبرې به د افغانستان پر اوسني سياسي او اقتصادي وضعيت مثبت اغېز وکړي.
دا لومړی وار دی چې طالبان په افغانستان کې د واک له نيولو وروسته، د لومړي ځل لپاره له امريکا سره رسمي او مخامخ خبرې کوي.