د بهرنو چارو سرپرسته وزير اميرخان متقي د پخواني ولسمشر حامد کرزي هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې په کې يې د اسلامي همکاريو سازمان غونډې پرمهال د کلتور په اړه د عمران خان څرګندونې افغانانو ته سپکاوی بللی.
متقي ويلي چې د عمران خان يادې څرګندونې افغانانو ته سپکاوی نه دی، بلکې د نوموړي په خبره دغه څرګندونې د عمران خان شخصي نظر بلل کېدای شي.
متقي دا څرګندونې له پاکستان څخه کابل ته د بېرته رستنېدو پرمهال کړي دي. عمران خان ويلي و چې په افغانستان کې د نجونو د زدهکړو موضوع کلتوري مسئله ده او نړيوال دې د افغانانو ياد کلتور په پام کې ونيسي.
له دې سره اميرخان متقي ويلي، د اسلامي همکاريو سازمان غونډه له لاسته راوړنو ډکه وه او په پايله کې به يې اسلامي هېوادونه له افغانستان سره ښه تعامل ولري.
نوموړي دا هم ويلي، چې دا مهال افغانستان سره د نړۍ تعامل هم ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې دی او تمه ده چې يو شمېر هېوادونه به په راتلونکي خپل سفارتونه په کابل کې بيا پرانيزي.