Home » افغانستان » متقي: د امريکا له لوري د افغانستان هوايي حريم نقض د دوحې هوکړې خلاف دی

متقي: د امريکا له لوري د افغانستان هوايي حريم نقض د دوحې هوکړې خلاف دی

د بهرنيو چارو سرپرست وزير اميرخان متقي هم تائيد کړه چې امريکايي الوتکې د افغانستان هوايي حريم ته ننوځي او په خبره يې دا کار په ښکاره توګه د افغانستان د هوايي حريم نقض دی.

نوموړي چې نن چهارشنبه د (وږي په ۱۶مه) ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام پرمهال وويل، چې د امريکا له لوري د افغانستان د هوايي حريم نقضول د قطر په پلازمېنه دوحې کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د شوې هوکړې خلاف عمل دی.

متقي ټينګار کړی، امريکا حق نه لري چې د افغانستان له هوايي حريم ګټه پورته کړي. نوموړي زياته کړې، واشنګټن دې د دوحې هوکړې عملي کولو ته پابند پاتې شي او داسې ګام دې نه پورته کوي، چې د يادې هوکړې د نقض سبب کېږي.

د متقي دا څرګندونې داسې مهال دي، چې په دې وروستيو کې يو وار بيا د افغانستان په هوا کې د امريکايي الوتکو د تګ راتګ زياتېدو ادعاوې شوي.

په دې ترڅ کې ځينو بهرنيو رسنيو داسې راپورونه خپاره کړل، چې د کابل په دهمزنګ سيمه کې امريکايي بي‌پيلوټه الوتکې يو وار بيا بريد کړی او په کې يې د القاعده شبکې يو مهم غړی چې تازه له مصر څخه افغانستان ته ستون شوی و، وژلی دی.

خو حکومت هغه مهال دغه خپاره شوي راپورونه رد کړل.

متقي د نننيو څرګندونو په دوام سره په کابل کې د روسيې سفارت ته څېرمه بريد ته هم اشاره درلوده او زياته يې کړه، چې په تېر يوه کال کې له يادې پېښې پرته د بهرنيو موسسو او سفارتونو پر وړاندې هېڅ داسې پېښه نه ده شوې، چې يادو بنسټونو ته دې په کې زيان اوښتی وي.

شریکول:

About roydad

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...