د افغانستان بهرنيو چارو وزير امير خان متقي وايي، امريکا او اروپايي هېوادونه دې پر افغانستان د بنديزونو وضعه کولو له لارې پر افغانستان فشار نه راوړي؛ ځکه د نوموړي په خبره دا کار کولی شي چې سيمهييز امنيت خراب او له افغانستان څخه د کډوالۍ لویه څپه پورته کړي.
د بهرنيو چارو وزارت له لوري په دې اړه خپره شوې خبرپاڼه کې د متقي په حواله ويل شوي، د افغانستان حکومت کمزوري کول د هېچا په ګټه نه دي؛ ځکه زياتوي چې د ورته اقداماتو منفي اغېزې نړيوال هم اغېزمنولی شي.
متقي د نړۍ له هېوادونو غوښتي چې له افغانستان سره همکاري وکړي او پرې دېږدي چې په افغانستان کې بانکونه خپل نورمال فعاليتونه پيل او په دې توګه د مالي خدمتونو ترڅنګ ټول بنسټونه خپلو کارکوونکو ته معاشونه ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امريکا په شمول اروپايي هېوادونو د افغانستان اقتصاد د سقوط په اړه اندېښنه ښودلې. خو زياته کړې يې ده چې له افغانستان سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.