سياېناېن ټلوېزيوني شبکې د ملگرو ملتونو په حواله په يوه خپاره کړي راپور کې ويلي، دا مهال په افغانستان کې د ماشومانو لوږه د مرګ تر خطر پورې لوړه شوې او زياتوي چې د ماشوما ترمنځ د لوږې دغه کچه خورا بېسارې ده.
د راپور له مخې، اوس مهال په افغانستان کې يو ميليون ماشومان پر خوار ځواکۍ اخته دي چې له امله يې پر يادې ناروغۍ د اخته ډېرو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ دی.
د CNN په راپور کې ويل شوي، افغانستان وړاندې کلون ۴۳ سلنه پر خپل ناخالص ملي محصول او ۷۵ سلنه پر بهرنيو مرستو تکيه و، چې د طالبانو له لوري د واک له نيولو سره د مرستو دغه ويالې پرې وچې شوې.
په راپور کې ويل شوي، امريکا په ۲۰۰۱ زېږديز کال کې د طالبانو د له منځه وړلو په موخه پر افغانستان بريد وکړ، خو شل کاله وروسته په نوموړي هېواد کې د طالبانو له بيا واکمنېدو سره بېرته له افغانستان ووته.
په دې راپور کې دا هم ويل شوي چې دامهال افغانان په دې پلمه چې په افغانستان کې طالبانو واک نيولی، د امريکا او د دغه هېواد د نورو متحدانو له لوري له بنديزونو سره لاس او ګرېوان دي.