له پاکستانه د افغان کډوالو د را ایستلو په دوام، د ا.ا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اعلان کړی چې له ۴۰۰ ډېر نور افغان کډوال له پاکستان څخه تر ایستل کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دا کډوال د سلواغې ۱۲ او ۱۳مه له پاکستان څخه بهر او د تورخم او سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د معلوماتو پر بنسټ، ۷۸کورنۍ د ۳۴۸کسانو په ګډون د تورخم سرحد له لارې ننګرهار ته او ۲۹کورنۍ د ۱۴۶کسانو په ګډون د سپین بولدک له لارې کندهار ته راغلي دي.
د یادولو وړ ده چې په تېره میاشت کې ډېر شمېر افغانان په پاکستان کې د بېلابېلو دلایلو له امله په ځانګړې توګه د قانوني اسنادو د نهلرلو له امله د پاکستاني پولیسو له خوا نیول شوي او هېواد ته رالېږل شوي دي.