Home » افغانستان » له پاکستان څخه نږدې ۳۰۰افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول شول

له پاکستان څخه نږدې ۳۰۰افغان کډوال کاناډا ته ولېږدول شول

د کاناډا د کډوالو او تابعیت اداره وايي چې له پاکستان څخه یې ۲۷۳ افغان کډوال دغه هېواد ته لېږدولي دي.

دې ادارې د چهارشنبې په ورځ د کب ۲مه په اېکس پاڼه په یوه اعلامیه کې ويلي چې دغه شمېر افغان کډوال په یوه چارټر الوتنه کې ونکوور ښار ته رسول شوي دي.

د کاناډا د کډوالو او تابعیت ادارې په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې دا پناه‌غوښتونکي به په نږدې راتلونکي کې د کاناډا بېلابېلو ۲۷ ځایونو ته واستول شي.

د ویلو ده چې کاناډا په تېرو دوو کلونو کې له پاکستان، تاجکستان او متحده عربي اماراتو افغان کډوال د چارټر الوتنو له لارې دغه هېواد ته لېږدولي دي.

د کاناډا د کډوالو ادارې ویلي، چې له افغانستان څخه یې د ۴۰ زره پناه غوښتونکو د منلو هدف ترلاسه کړی او د هغو دوسیو د څیړلو لړۍ روانه ده چې تر اوسه منل شوي دي.

د کاناډا د کډوالو او تابعیت د ادارې د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګسټ راهیسې ۴۷ زره او ۱۰ افغان اتباع دغه هېواد ته لیږدول شوي دي.

شریکول:

About Shakiba Naderi

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

کرېکټ ملی لوبدله

د کرېکټ ملي لوبډلې په يو ورځنيو سياليو کې اووم مقام ترلاسه کړ

افغان کرېکټ بورډ وايي، د ...