Home » افغانستان » له امریکا سره د اسلام اباد ژمنه: د افغانستان د سولې په مسئله کې هر اړخیزه همکاري کوو
رویداد خبري آژانس

له امریکا سره د اسلام اباد ژمنه: د افغانستان د سولې په مسئله کې هر اړخیزه همکاري کوو

پاکستان یو ځل بیا له امریکا سره ژمنه کړې چې د افغانستان د سولې په برخه کې به هر اړخیزه همکاري کوي.

 د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې ددغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي له خپل امریکایي سیال مایک پمپیو سره تلیفوني خبرې کړې دي.

 قریشي ویلي په افغانستان کې د سولې په اړه د مشورتي لویې جرګې جوړېدل په دې مانا دي چې افغانان سولې ته لېوال دي او ټول ددې غوښتونکي دي چې دلته روانه جګړه باید ژر تر ژره ختمه کړل شي.

هغه همدا راز ویلي د افغانستان وروستیو تحولاتو ته په کتو ددې اړتیا ده چې ژر تر ژره د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

 قریشي ټینګار کړی چې پاکستان د افغانستان د سولې له پروسې سره همکاري کوي او تر هغه به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي چې په دغه هېواد کې سوله تامین شي، جګړه ختمه شي او یو سیاسي جوړجاړی رامنځ ته شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...