Home » افغانستان » لغمان کې د راکېټ انداز ۴۰ مرمۍ تر لاسه شوي

لغمان کې د راکېټ انداز ۴۰ مرمۍ تر لاسه شوي

د لغمان ولایت څخه په رالیږل شوي خبرپانه کې راغلي چې د لغمان ملي امنیت ځواکونو له لوري عملیات تر سره شوي چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو له یوه پټن ځای څخه د ار پي جي راکېټ انداز ۴۰ مرمۍ ترلاسه شوي.

د خبرپاڼې په حواله ددې ولایت د ملي امنیت ریاست د ښاري مدیریت له لوري وړمه شپه د مرکز مهترلام اړوند تندۍ سیمه کې ځانګړي عملیات ترسره شوي چې پرمهال یې ۴۰ د ار پي جي مرمۍ نیول شوي.

په دې خبرپاڼه کې د لغمان ملي امنیت ریاست دا هم ویلي چې د راکېټ انداز دغه مرمۍ د وسله والو طالبانو د ډلې مشهور قومندان قاري جنت ګل د غړو له لوري په یوه کور کې ځای پرځای شوي وې چې غوښتل یې په مهترلام ښار یې وتوغوي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...