Home » افغانستان » لسګونه پخواني چارواکي په تېرو ۳ میاشتو کې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي

لسګونه پخواني چارواکي په تېرو ۳ میاشتو کې بېرته هېواد ته راستانه شوي دي

له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمېسیون شمېرې ښيي چې په تېرو درې میاشتو کې څه باندې ۱۰۰ تنه سیاسي څېرې او د مخکيني دولت کارکوونکي بېرته هېواد ته راستانه شوي دي.

د دغه کمېسیون ویاند  وايي چې بېرته راستنېدونکو کې وزیران، والیان او بېلابېل شخصیتونه شامل دي او دغه بهیر په چټکۍ سره روان دی.

د دغه کمېسیون د شمېرو پر بنسټ، تر اوسه ۴۷۱ سیاسي څېرې او د تېر حکومت چارواکي له شخصیتونو سره د اړيکو د کمېسیون د همغږۍ له لارې هېواد ته راستانه شوي دي. په همدې حال کې د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په یوه ناسته کې په افغانستان کې د افغانانو په پاتې کېدو ټينګار کړی دي.

شریکول:

About خبري آژانس رویداد

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...