Home » سیمه او نړی » لبنان کې چاودنې ۱۳تنه وژلي ګڼ نور يې ټپيان کړي دي

لبنان کې چاودنې ۱۳تنه وژلي ګڼ نور يې ټپيان کړي دي

د لبنان په سوېلي بندري ښار تايري ښار کې د درنې چاودنې له کبله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. چارواکو ويلي چې چاودنه پرون د جمعې په ورځ د فلسطيني کډوالو په يوه کمپ کې شوې ده.

العربيه ټلوېزيون خبر ورکړی چې په دغه چاودنه کې ۱۳ تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي. روېټرز خبري اژانس بيا په کمپ کې دننه سرچينو په حواله د ۱۲ تنو د ټپي کېدو خبر ورکړی او د وژل شويو کسانو کره شمېر يې نه دی ښودلی.

د راپورونو له مخې دا چاودنه په سيمه کې د بورج الشمالي په نوم د حماس ډلې د وسلو يوه ډيپو ته نږدې شوې ده. خو حماس تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

تر اوسه چارواکو د چاودنې علط نه دی په ډاګه کړی او خبر يې ورکړی چې د امنيتي بنسټونه له لوري په دې اړه څېړنې پيل شوي دي.

خو يو شمېر رسنيو بيا د لبنان حکومتي سرچينو په حواله ويلي چې ياده چاودنه ښايي د اکسيجن ګاز ډبو له امله رامنځته شوي وي، چې د فلسطيني کډوالو په کمپ کې له کرونا سره د مبارزې په موخه ساتل کيدې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...