د عدالت نړیوالې محکمې (ICJ) د اوکراین لخوا ‘د نړیوالو قوانینو د سرغړونې او د روسیې لخوا د ترهګرۍ د تمویل’ تورونه بې اساسه بللي دي.
د ملګرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې رییس «جوان دونوګهو» ویلي چې په دې برخه کې یې د اوکراین ډېری شکایتونه بېبنسټه بللي او په وینا یې چې روسیې په اوکراین کې د ترهګرۍ د ملاتړ کوونکو کسانو په اړه لازمې پلټنې نه دي کړې.
“روسیې د هغو کسانو په اړه چې په اوکراین کې د ترهګرۍ ملاتړ کوي، لازمې پلټنې نه دي کړې، نو لاهه محکمې د اوکراین هغه تورونه رد کړي چې ګواکې روسیې د کنوانسیون له نورو مادو څخه سرغړونه کړې ده.”
په ورته وخت کې د اوکراین ولسمشر، ولادیمیر زلنسکي ویلي: “که د جګړې په لومړۍ کرښه کې سوله راشي، پوتین به پر اوکراین برید ته دوام ورکړي. پوتین یو ښکاري دی چې د هرې ستونزې د حل لپاره له وسلې استفاده کوي.”
زلنسکي دا هم ویلي چې کیف به د خپل هوايي ځواک په پياوړتیا سره په اوکراین کې روسي ځواکونو ته ماتې ورکړي.
اوکراین د ۲۰۱۷ د جنورۍ په ۱۶ مه لاهه محکمې ته په یو شکایت کې روسیه د ترهګرۍ د تمویل او د نژادي تبعیض ضد له نړیوال کنوانسیون څخه په سرغړونې تورنه کړې وه.
د راپورونو له مخې، اوکراین په هغه شکایت کې ادعا کړې وه چې د دونتسک او لوهانسک جمهوریتونه ترهګریز سازمانونه دي او روسیې له دوی سره مالي او د وسلو مرستې کړې دي.