د کډوالو نړيوال سازمان يا IOM وايي، تېر ۲۰۲۱ زېږديز کال د افغانانو لپاره له سختو ستونزو ډک و او په دې کال کې د جګړې له امله ميليونونه افغانان له خپلو سيمو بې ځايه شول.
دې سازمان ويلي، لا هم په افغانستان کې ۵نيم ميليونه کسان داخلي بې ځايه شوي موجود دي چې د ژمې په راسېدو سره په اوس کې بېړنيو مرستو ته جدي اړتيا لري.
د کډوالو نړيوال سازمان پرون يکشنبه د (مرغومي په ۱۲مه) په دې اړه خپل ټوټېر کې ډاډ ورکړی چې وضعيت ته په کتو سره به له اړمنو افغانانو سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
د نوموړي سازمان په خبره، په دې مرستو کې د خوراکي توکو په شمول کمپلې او نور هغه اړين توکي چې د ژمې پرمهال د ځان ګرمولو په موخه ضرور دي، هم شامل دي.